وايې دشغلې ګلان ډېرنايابه وي،خو ... ښايي دابه ښه ګلان وي،اوښه والى به يې هم په همدې کې وي چې ترنوروبه يې ښکلاډېره وي اوښايست به يې ډېر وي،خو ... ښايي داډول ګلان به دهمدې ارزښتونوله مخې په سلطنتي کورنيوکې روزل کېږي،خو ... اوښايي ددې ډول ګلانوپه هکله فکرکول به هم هومره اسانه نه وي،خو ... خو تاته نه رسي هررنګ که کړي کاکل څوک.
%%%%%%%%%%%%%%
پراوښکوڅه نه ليکل کيږې ځکه چې وچېږي اوهغه څه چې موليکلي وي نه معلوميږي.
%%%%%%%%%%%%%%
په دې نه خفه کيږم چې ستازړه کې به څه وي،خو په دې به خامخاخفه شم چې ته دې خپلې موخې ته ونه رسيږې.
%%%%%%%%%%%%%
ژبه قلم خوله موشماڼي کړه
زمادزړه پرتخته وليکه غمونه
%%%%%%%%%%%%%
پيداکړى مې لاتراوسه خوب کې نه يې
ځکه ټوله شپه بيده درپسې ګرځم
%%%%%%%%%%%%%%%%%
جرګه کوي دې سره ټول دپوهنتون چارواکي
يابه ماوژني ياتايابه نور وردپوهنتون بندوي
%%%%%%%%%%%%%%%%
وعده مونه وي يوناڅاپه سرمخ شوهروخت
که نه نصيب کې ديدنونه د ... نه لرم
%%%%%%%%%%%%%%%%
يو غم مې شوملګری،نورهرڅه بې وفاښکاري
داښکلي داملګري داهرڅه بې وفاښکاري
%%%%%%%%%%%%%%
ستاخوږو،خوږو خبروباندې کېږي
زنده ګي خوپه سندروباندې کېږي
بختوري! زه کمبخت يې لايق نه يم
ستانظرخوبختوروباندې کېږي
%%%%%%%%%%%%%%
داخوګناه نه ده جانانه سترګې مه ټيټوه
شرمېږې څه له راته ووايه چې څنګه به شي
مخې ته راغله په ژړا ژړايې وويل چې
دخلکومخ کې راته مه وايه چې څنګه به شي
%%%%%%%%%%%%%%
ستنه شه ! رانه نوره زنده ګي په کومه وړې
په سترګوکې زموږخوارو زړګي په کومه وړې
اې پـېـغلې! دګودر اوبـو دوينورنګ اخيستـى
حيران يم چې په لېچوکې بنګړي په کومه وړې
ناځوانه مرګه دومره خو مې پوه کړه په دې رازچې
داهــروخـتي زمـوږدسرسـړي پـه کـومـه وړې
%%%%%%%%%%%%%%

