تبليغاتX
مــــــیـــــــــنـــه
داخو نو بیا ستا د خو لې خبر ې دي

 خداى خودې راولي خوګمان نه کوم

دجنګ اوجګړې نوم ډېر ښه نه دى، اويازه ډېرډارن يم اوبېرېږم. ياهم نن سبايې ډول بدل کړى وي ځکه چې هومره يې لمن خوره کړې چې دعواموخلکويې هم له نامه څخه بدراځي اوداسې يې کړولي چې که چيرې په دې هکله په نړيواله کچه بحث کېږي خاورې افغانستان يې دخبرو په پيل کې راځي اوپه دې هکله خبرې کوي چې کله به په افغانستان کې آرامي راځي،په کوم ډول اوپه کومه لاره؟

داچې جنګ،بدبختي،شخړه،اوتاوتريخوالى له کومه ځايه سرچينه اخلي اوله کومه ځايه پيل کېږي. ددې پوښتنې ځواب له هرچاسره شته اودهرچاپه ذهنونوکې ځاى لري په دې ماناچې له کومه ځايه چې ستونزه پيداکېږي له همغه ځايه کېدى شي دهغه مخنيوي وشي خونن ورځ ناهيلي ډېرې دي اودولت دملت اورعيت په وړاندې ورځ په ورځ بې باوره کېږي اوعوام خلک ځان اودځان امنيت او راتلوونکې خوندې نه ګڼي. هرڅه ګډوډ اوله ناخوالوسره بللي احساسوي.

ياره زماله خوابه ښه ډېرورته ژاړې
که شهيد،شهيدکابل ته کله لاړې

بوذرجمهروايي:په نړۍ کې هغه څوک ډېرغريب اوبېچاره دى،چې هېڅ دوست ونه لري. خوددوستي اوپېژندګلوي ډولونه هم فرق کوي،کرسیتوفرمارلووايي:له ماسره لږه امادوام داره مينه وکړه.داپه ډېرو ډولونو تعبيرکېدى شي،دمخکې په شان به داهم بېلابېل دپېژندګلوي لارې لري، چې په دغه ځاي کې موضوع ته ننوځو،چې ولې په دې ټولوسربېره بياهم زمونږهېوادناخوالوسره مخ دى،آياداخوپه دې مانانه ده چې مونږځاني غوښتنوله دې ټولوډېرلرې ساتلي يو،ددې اجازه يې نه ده راکړي چې اظهاردعمل وکړو. ولې دپرمختګ نوې تکنالوژي خبره نه کوو،چې دبيارغاونې په هڅه کې يو،داسې چې نن زمونږ دهېواد هردولتي چارواکى چې کله بهرنيوهېوادونوته سفرکوي مقصديې دنړيوالو هېوادونوڅخه دمرستورا جلبول دي.

داچې ولې دې مرستوته اړتياپيدا کېږي،ددې پوښتنې په لټه ډېرڅه بايدوويل شي چې راځي يوه برخه يې راوسپړو.

افغانستان له تاريخي پلوه ډېربډاى هېواددى،دتاريخ په اوږدوکې زمونږهېوادډېرښه تاريخ اوډېرې ښې وياړنې لرلي دي،اوددې وياړنوسره نښتى زمونږدهېوادبډاى کلتورلرى چې په هره برخه کې زمونږدشملې دهسکېدوسبب ګرځېدلى دى.

ولتروايي:اصلي مينه هغه ده چې حتي مرګ نه شي کولاي څوک سره جلاکړي،څه ماناچې واټن په منځ کې پيداشي. ددې خبرې په تائيدسره ويلى شوچې دوخت تېرېدنه نبايدزمونږپه وړاندې منفي اغېزې راپيداکړي ددې پرځاي چې دصميميت اووروري دلمنې دپراخېدولپاره سپروګرځي. هغه دشاعرويناده چې (حيرانېږم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه) سړي په سوچ کې لاړشي چې دانوڅه کېږي.

شکسپیروايي: مينه کول خپله يوعذاب دى خوله مينې څخه محروم والى يې بيامرګ بللي دى،خوافلاطون بياوايي چې مينه يوازې ملهم نه ده چې په پټۍ يې ولږو اوخوندترې واخلو بلکې نوروڅيزونوته بايدارزښت ورکړل شي.

امرسن هم دمينې دارزښت په هکله وايي: يوعاقل کېدى شي زرکاله سوچ وکړي ترڅو يو کار وکړي يايوه مسله حل کړي خوداچې مينه يې ورسره وي په يوه ورځ کې يې ترهغه په څوبرابره ښه اوغوړه برابراوتمامولى شي.

ددې په لټه يم چې ولې زمونږمينه له هېوادسره نشته،له پرمختګ سره نشته،له نړيوالې ټولنې سره دپه خواکې درېدوپه برخه کې نشته،نن دافغانستان هروګړى دکنډوالې له نامه،له ډول،له نورو او نورو سره په بشپړه توکه آشنايي لري اماپه دې نه پوهېږي چې رغاونه يعني څه؟ پرمختګ يعني څه؟ اونور ... شهيدان افغانان شول،ټپيان افغانان شول،بهرنيوهېوادونوته مهاجرافغانان شول،يتيمان، کونډې،رنډې،ناخوالې... او نورو ټولو زمونږ دهېواد هر وګړى په لږه ياډېره کچه بې برخې نه دى پريښى.

دهرات دشين ډنډ وروستۍ بمباري اودهغه ناخوالې،هغه درد،هغه کړاو اوهغه غم چاتېر کړ. هغه اومهاغه هم يوه افغانه مورده هغه دنوروپه څېر يوه خورده،هغه هم ورور ده اوهغه هم پلار درلود چې په ډېرمظلومانه ډول دبهرنيوځواکونو تربمبارۍ لاندې راغلل. اوځاي پرځاى له سلوتنوزيات هېوادوال يې دتل لپاره له خپلوکورنيو جلااوپه شهادت ورسول. وايې پراوښکوڅه نه ليکل کيږې ځکه چې وچېږي اوهغه څه چې موليکلي وي نه معلوميږي. اوهغه به دهغه درداوښکې وي چې هغې مور،همغې خور،هغه پلاراوهمغه ورور دخپلو تللو خپلو په ياد تويې کړې وي.

يو غم مې شوملګری،نورهرڅه بې وفاښکاري

داښکلي داملګري داهرڅه بې وفاښکاري

که دهېوادپلازمېنې کابل ته لږڅه ځيرشو،څوشيان چې ترنوروبه يې ډېرووينو،يوهم دښارپه ګوټ ګوټ کې دځوانانواوتنکيوځوانانواوترڅنګ يې ديوډېرشمېرماشومانو خراّب وضيعت دي چې په ډېربدحالت کې ددې پرځاي چې دزده کړې په لټه شي لومړيتوب يې ديوې مړي ډوډي پيداکولوته ځانګړى کړى دى.کله چې دکابل ښارکې ګرځو له نورو ډول ډول خبرو سره مخامخ کېږو اوددې لامل داده چې تېروناخلوداحق اخيستي چې دپلار،مور،مشرورور اوبل يوسرپرست په شتون کې دى خپلې زده کړې وکړي اودکورنۍ له نورمسوليت څخه خوندي واوسي. دکابل ښار دنورو ډېرو ناخوالو شاهدده،دښارپه ګوټ ګوټ کې دسرتورې ښځې،کم عمره ماشومان،نجونې اوهلکان دخيرات په راټولولو واړه بوخت دي. ټول هېواد شهيد،شهيددى هرې برخې زيان موندلى دى.

راځي سره ورونه شو،اودسولې دکاروان پيروان شو دهېوادښې راتلونکې پيرزو يوازې اويوارې په ورورۍ او يووالي کې ده،اوله دې اوهمداسې ناخوالوڅخه دخلاصيدو يوازې اويوازې لاره دسولې ورور ګلوۍ اويوالي خوره فضاتضمينولى شي.

راځي راټول شئ، سره جوړشئ

راځي راټول شئ، سره جوړشئ،دښمني پرېږدئ سره کورشي

ټوپکې کېږدئ،دورورۍ ورکړئ لاسونه

کابل ته مه لېږئ بمونه

په دښمنۍ هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي 
نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه
 
نورورته مه لېږئ بمونه

راځي په خپلوکې سلاشئ دښمني پرېږدئ اوپخلاشي 
غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه
 
کابل ته مه لېږئ بمونه

ټول مودوستان پرې خفه کېږي، په مردکونه خوشحالېږي 
نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندئ ګلونه
 
نورورته مه لېږئ بمونه

داموميراث دپلارنيکودئ،هم موستروياړدتاريخودى 
دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه
 
کابل ته مه لېږئ بمونه

کابل دى کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو 
پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه
 
نورورته مه لېږئ بمونه

په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهۍ څه نه جوړېږي 
ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه
 
کابل ته مه لېږئ بمونه

اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده 
زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه
 
نورورته مه لېږئ بمونه

راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي 
کينې مولرې کړي په صدق وکړئ لفظونه
 
کابل ته مه لېږئ بمونه

په سوله ټول خوشحاله کېږي،امين زى کورموودانېږي 
په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه
 
نورورته مه لېږي بمونه

کابل ته مه لېږي بمونه

همت الله امين زى


ليكونكى :  هــمــت ا لــله امـــيـــن زی
دوېبلاك دليكوال په اړه
ژوندليک:
هــمـت الـلــه امين زى په ١٣٦٥ لمريزکال کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ دتوکرک نومې درې دحاجي امين الــلـه باباپه کلي کې په يوه دينداره درنه او روڼ انده کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په نوموړې سيمه کې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښونځي اودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي او دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلي درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالى اودیادپوهنتون ودانولوپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې څخه فارغ شوی دی.
ښاغلى امين زى دافغانستان ژورنالېستانواو خبريالانودملي ټولنې دبهرنيواړيکومرستيال او دټولنې وياند،همداشان دژورناليست اونېزې،ميدان ځوانان مجلې، دکتنې هيئت غـــړى،دافغانستان دملي راديوتلويزيون وياند،دخپرونودکميسون غړي پاتې شوى دى.
هــمـت الـلـه امين زى همداوس په ميدان وردګوولايت کې دافغانستان دآزادو ژورناليستانو دټولنې ولايتي مسؤل،دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر، دمڼې مجلې مسؤول چلوونکى ،ښوونيزاو ورزنيز راديوتلويزيون ډيرښه همکار،دسپوږمۍ مطبوعاتي او کلتوري مرکز همکاراو همداشان دغزنه غږ او نيزې مرستيال چلوونکى دى.
که څه هم چې دهـمـت الــلـه امين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو، ورځپاڼو،راديواوتلوېزيون اوځينووېبپاڼو له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوي اود(مـيـنـه) ترسرليک لاندې ټولنيز ادبي (داخونوبياستادخولې خبرې دي) وېبلاک لري،چې اکثراً خپلې ادبي ليکنې پکې خپروي چې ځانګړي لوستونکي اومينه وال لري . او دامين زى ټکى کام وېبپاڼې چلوونکى هم دى
ښاغلى امين زى له ځوانوشاعرانوڅخه دي چې يوسلوشلو ډېر غزلونه څوټوټې آزادنظمونه،اوله پنځوسوډېرې ځلوريځې ليکلې دي.
ورپاس دسرپه سرشمله اوچته ښه ښکاري
دمشردبابامې لونګۍ غټه ښه ښکاري
دمينې په کتارکې مادمينې مډال وړى
ځلمى خوګلالى وي ځواني چټه ښه ښکاري
په ميـنـه
ميـنـه
ليكوالان
دمطلبونوزېرمتون
نورې پاڼې
پښتو ادب په خپله غېږه کې بېلابېل تاند ځوانان رانغښتې دي، چې د پښتو ادب په زرغونتيا کې يې خپله خپله ونډه اخيستې ده او پښتو ادب يې په اوسمهال کې تر پخوا ډېر زرغون کړي دي او انشاالله نور به يې هم زرغون کړي. زه چې کله د پښتو ادب بڼ اوسمهالې دورې ته يو ځغلند نظر واچوم، نو هلته راته ډېر ډېر ځوانان سر راښکاره کوي، چې د پښتو ادب بڼ د پرمخ بولو ، ځلانده او زرغون کولو ژمنه يې له خپل ځان سره کړې ده. پښتو ادب به انشاالله د دغو ځوانانو په شتون کې هېڅکله هم د وروسته پاتې خوب ونه ويني او همداسې به مخ پر وړاندې په ځغاسته ځغلي او انشاالله يوه ورځ به د پرمختللو ژبو په کتار کې راشي. هو که د وخت نا دودې او د سياسي لومو ښکار نه شي نو دا ورځ لرې نه ده او ډېر ژر راتلونکې ده. تاسو به هم وايي چې دا مو په څه نصيحتونو باندې لمانځي او سپينه خبره نه کوي، خير دي نور مو سر نه در پړسوم راځم اصلي ټکي ته. زه ښاغلي همت الله امين زي يادوم، چې د عمر په ډېر کم پسرلي کې يې د پښتو ادب او ژورناليزم په ډګر کې خپل ځآن ته ښه نوم پيدا کړي دي او په هرځاي کې چې وي، ژورناليزم وي که ادب، ليکلي وي که شفاهي، ادبي بنډارونه وي او که سياسي مجلسونه خو لنډه دا چې په هر هر ځاي کې يې خپل اند ځلولي دي. امين زى په يوه روڼ اندې کورنۍ کې سترګې پرانيستلي دي او څرنګه چې کورنۍ يې هم د ادبي چينې څخه اوبه څښلي دي، نو دي د هماغه پيدايښت نه د ادب د خوږو څخه خوند اخيستي دي او په فطرت کې يې د ادب پلوشې خپله رڼايي جوړه کړې ده، نو ځکه ښاغلي امين زي د عمر له ډېر کم پسرلي څخه د شعر ويلو قريحه پيدا کړې ده او ورو ورو يې پر مخ بيايي. امين زي يوازې د شعر په ډګر کې خپل يون ته دوام نه ورکوي، بلکې په ليکوالۍ او ادبي ټوټو، لنډو کيسو او نورو ژانرونو کې هم خپل استعداد په کار اچوي او ښه پايله يې ځينې موندلې ده. زه نه غواړم د امين زي په شعر او نثر باندې خبرې وکړم، ځکه زما د وس خبره نه ده ، چې په شعر او نثر خبرې وکړم، ځکه زه د ادب په ډګر کې ډېر ماشوم يم خو دومره وايم، چې تاند دي، هڅاند دي، زيارکښ دي او نوښتګر دي. دا چې ما په ډېر لږ وخت کې د امين زي په ليکنو کې ډېر څه وليدل او خوند مې ترې واخيست، نو په نورو دوستانو هم د ده ليکنې لوروم، چې خپل ادبي ذوق پرې خړوبه کړي. اوس راځم د امين زي نظم او نثر ته :زه به خبره د خپله ځانه پيل کړم، که زه د امين زي پر ځاي ومه، نو مابه د شعر تر څنګ نثر ته ډېره مخه کړې وه، يو خو دا چې په پښتو ادب کې د نثر برخه ډېره خواره ده، بل دا چې د امين زي له نظم څخه د هغه نثر ماته خوند راکوي او په بار بار لوستلو ارزي. د امين زي په نثر کې چې زه يوه بېله ځانګړنه وينم هغه د نثر لپاره د هغه سرليک ټاکل دي، د امين زي د هر نثر سر ليک ډېر خوږ او خوندور دي، سړي نه پرېږدي، چې نثر يې بې له لوستلو پرېږدې، زه به يو څو بېلګې درته وړاندې کړم: لکه د ((کاش چې ته ښوونکې واى)) مضون يې ډېر ښکلى ليکلى، او هغه يې په داسې ژورناليستې ليکلى د، چې په رښتيا سره د اوسمهالې افغاني ژورناليزم ملاله ده، هغه يې څومره ښه ليکلي دي او څومره ښايسته سرليک يې ورته ټاکلى دى، چې ترپايه لوستلو ته سړى اړ باسي. د يوې بلې ليکنې سرليک يې هم ښکلي دي ((اوس دې يادونه افسانې ښکاري)) ګورﺉ، چې څومره خوندور او شاعرانه سرليک دي، په دې سرليک زه څه نه وايم، تاسو لوستونکوخپله قضاوت وکړﺉ څومره خوندور او زړه راښکونکى سرليک دى. همدغه راز د نثر هر سرليک يې راته ښکلى ښکاري؛ لکه : ښه دې ښه يادوو، غميز ماښام دامې دبابا وطن،مرګيه تاهم ناځواني كړې ده او داسې نور. ښاغلى امين زى نه دا چې د پښتو ادب په ډګر کې ښاغلى دى بلکې د پښتو ژورناليزم په ډګر کې يې هم دونډې درلودلو سره خپل نوم په ښه ځاى کې ځاى کړى دى او د ژورناليزم په ښايسته منزل کې يې لوړو پوړونو ته ځان رسولى دى، ډېر ښه رسا او ښايسته او فصيح بيان غږ لري، آواز يې سړي ته د بيا بيا اورېدو هوډ ورکوي او په بنډار کې يې کيناستو ته اړ کوي. کله چې د يوې غونډې نطاقي يا دوياندويۍ چارې پر مخ وړي نو بيا خو يې غږ د سړي په زړه منګولې خښوي او انسان ته د پښتنو د خوږوالي نور احساس هم وربښي. نور مو زه په خپلو ګډو وډو خبرو سر نه درخوږوم تاسو د امين زي د ليکنواو شعرونو لوستلو ته هڅوم او هغه ته د پاک څښتن په لوي او سپيڅلي دربار ته لاسونه لپه کوم، چې په خپلو ټولو کرمونو او نورو ښو خصايصو يې ولمانځي. په آخر کې زه د بېټ نېکه په دې دعا باندې آمين وايم، چې وايي: لويه خدايه لويه خدايه دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه په پښتنه او کليواله مينه رفيع الله ستانکزى

www.aminzay.com