يوشى ډېرروښانه و چې امنيت هغه وخت ډېرښه اودهېوادوالوله نوروستونزو ماورا له دې اړخه څه ستونزه نه درلوده. هغه ورځې شپې رانيږدې شوې چې نړيوال تجارتي مرکز ونړېد اوداکاراسامه بن لادن چې ويل کېده دافغانستان دوخت حکومت ورسره ښې اړيکې لرلې په غاړه واخيست.
دامريکامتحده ايالاتونوداسامه بن لادن دنيولوپه خاطردافغانستان دوخت له حکومت سره په خبروکې جوړرانه غى اودامريکامتحده ايالاتونودولت دافغانستان حکومت چې دطالبانواسلامي تحريک دملامحمدعمرپه مشرۍ اداره کېده دنسکورېدونيت وکړ. په دې لړکې يوه شي ډېره مرسته هغه وخت له امريکايي ځواکونوسره وکړه چې شمال اعتلاف چې دطالبانوسره عملاً په جګړه کې ښکېل وو.دهغوملاتړوکړاوپه څه موده کې يې شمالي ولايتونه دشمال اعتلاف په ګټه له طالبانوڅخه ونيول.دکابل دنيولونيت خويې له پيله کړى وو،بلاخره هغه ورځ هم راورسېده چې کابل هم ونيسي.
له دې څخه ډېرې ورځې مخکې يوزيات شمېرخلکوخپلې کورنۍ له ښاره نيږدې ولايتونواوياهم پاکستان اوځينونوروځايونوته په کډه ووېستلې او دا وېره يې لرله چې داسې اوضاع به رامنځ ته شي چې دولتي اداره به موجوده نه وى او دا اور به دوي وسوځوي ځکه چې داسې تجربې يې ډېرې لرلې. کابل ريښتياهم ديوه ستربدلون شاهدووکله چې طالبانوکابل پرېښود او شمال اعتلاف دامريکي دبمباريوپه ملاتړکابل ته ننوتل،طالبان ورځ دمخه ماښام داسې ښکارېده چې کابل پرېږدي خودې خبرې دشپې له يوولسوبجو وروسته زور ونيوه او طالبانو له کابل څخه وتل ومنل اوداخبره په ريښتيابدله شوه.کابل ښاريانودېته له وړاندې آماده ګې نيولې وه،خلاصه شپه سباشوه ډېرچاجرئت نه کاوه چې له خپلوکورونوڅخه راووځي په سړکونوکې دموټروتګ راتګ ډېرکم وو،يواځې څوجيپان دشمال اعتلاف دځواکونوچې نوى کابل ته راغلي وو،يو،يوپه ځينوځايونوکې ترسترګوکېده. هغه شمېرطالب پلويان چې په تېښته بريالي شوي نه ووپه بې رحمانه ډول ووژل شول،ورځ په تېرېدو وه خولارې کوڅې لاهم خالي ښکارېدې يونيم دهرکلى غږونه اورېدل کېده (خوش آمدېد ...) بلاخره لږلږخلک سره راډېرشوه خولاهم وېره موجوده وه. بياهم يوبدلون،سرونه لوڅ ږيرې خرېيلې اويونيم پتلون اوغوستي دکوڅواول اوآخرکې دڅوشېبولپاره درېدل،ګنګوسي زياتېدلې،هغه دچاخبره له وخت څخه استفاده دانتقام اخيستلوخبرې ډېراوج ونيوه،ريښتياچاپښتونه ويله کنه وېرېده چې څوک به ورته دالقاعده خطاب وکړي اوپه دې نامه به مې وځوروي. ځکه چې همداسې کېده داخبره ډېره تکرارشوې وه . دآزادى خبره دهرچاپه خوله وه، دږيروخرېيلوترڅنګ دموسقي غږونه هم اورېدل کېده خويوشمېرخلک انتظار ووچې څه کېږي خوڅه چې کېده هغه کېده،دسينما،ويدوګېم، سازاوسرودمسلې ډېرې زياتې وې. ځوانانودفلمونودليدلوتکل ترنورهرڅه زيادکاوه،راديوچې خپرونې يې بندې شوې وې پيل اوتلوېزيون هم له يوه اوږده ځنډوروسته خپرونې شروع کړې، ډېرخلک خوشحال ښکارېده خويوه شمېر نورو هغه وخت هم ډېر ژور فکرکاوه اودبلې ورځې عواقب يې لټول،منفي ټکي هره شېبه دسترګو تر رپه راتلل اوډېرڅه سم نه ترسره کېده.په دې ډېري پوهېدل خوځينوځان نه پوهاوه نوروخيالونوله دې خياله يوستي وو ډېرپام يې نورو شيانوته ګرځولى وو شپې ورځې تېرې شوې دښځوحقوق خبره دورځې خبره وه،البته ناخوالو دوام درلود،تر ډېرو پورې ددې خبرې اول اوآخرنه معلومېده چې دا وضيعت به له څه وخته په دې ډول دوام ولري. ځينې خلک په دې اند وو چې همدا ژوند ده،خويو شمېر نور ځينو اصلاحاتوته په تمه وو،چې بايدپه وضيعت کې بدلون راشي. امنيتي وضيعت ښه نه وو، غلا،لوټماري اونورډېري نارواوې کېدې،هغه دچاخبره ده چې (تېرشوه هېرشوه) خوداهېرنه شوځکه انتظار،انتظارپاتې شول اولادې هم خيروي.
دموقتې ادارې خبره رامنځ ته شوه اودواک دلېږدولو اود موقتې ادارې درئيس په توګه دښاغلي کرزى ګمارل وشول.په دې دوران کې ډېرې څېړنې وشوې اوزياتره برخه يې دې ته ځانګړې وه،چې ګنې دښځوحقوق ترپښولاندې شوي اودابايداعاده شي. دوزېرانو په کابينه کې دښځو چارو وزارت ترسرليک لاندې يې وزارت جوړکړ، دبشردحقوقو کمېسون هم په دنده وګمارل شو. ددې کمېسون به کله ناکله غږ اوچتېده خوداچې چاورته غوږنيوه اوکنه،مالومات نه وو،مالومدارچې ټول په خپل کارسره سره راغلي وو.يوڅوک چې به چېرې قدرت ته ورسېده نوبه نورټول تشکيل دهغه دډلې خلکوپه خپلوکې سره وېشه،چې داپه هره اداره کې معلومېده اودلټون ياپلټنې وخت يې نه نيوه. دطالب دوخت ځينې مشران اوياهم په دې نامه يې يوشمېردزندان تر وره دبګرام اوګوانتانامو زندانونو ته واستول چې په هېڅ ماناورسره ښه سلوک نه کېده.
وايي له ژونده مې زده کړل،ترڅوچې نفس په قفس کې دى بايدکاروکړو،دمينې رامنځ ته کول خپل مسلک وګرځوو،چې وخاندواونوروخندوو،ځکه چې خندل هنراودنورو خندول ترهغه سترهنردى. خوداهم يواځې يوه خبره کېدي شي ځکه هېڅوک نه وايې چې زه يې نه شم کولي،هريو وايې چې زه يم . ستونزه له همدې ځايه ولاړېږي چې کار دکار اهل ته نه سپارل کېږي. او دنه وړتيا خلک هغه چارې پرمخ بيايې چې دادارې له چم سره يې په هېڅ مانا آشنايي نه لري.
په هره مانامينه اومحبت بايدتوانايي اوقدرت رامنځ ته کړي نه داچې دشته توان دله منځه وړوسبب شي. او هرانسان نبايدهومره آسمان ځانته راټيټ وبولي چې نورپه ځمکه پښې کېنږدي. ځکه چې وايي څوک چې په شيشه ئې کورونو کې اوسي هغه ډبرې نه ولي. وايي کوم خبريال ويلي و چې په افغانستان کې اداري فساد ډېر دی، بل ورته ويلي و چې نه اداري فساد نه دى - چور دى . ملت ځورېږي او چارواکي بيالکه مَلَت ګېډى چې په هره خوا ولوېږي،خر درېږي.
چـــې مې دتــورو ستــرګــوواروو
دچابه کاروو،چابه هسې غږکاونه
خو مينه مينه ده،چې کېدى شي ډېرډولونه ولري،څوک له هېوادسره مينه لري چې سمسوريې وويني،څوک له خپل مسلک سره مينه لري چې ښه ډاکتر،ښه انجينر،ښه ليکوال،ښه ژورنالېست،ښه هنرمند اوداسې نور ... ځينې له خپلې معشوقې سره کوي،څوک له طبعي ښکلاسره کوي اوڅوک يې هم له نور ... سره کوي،خوکله ناکله نه پوهېږم چې څرنګه داهرڅه بل رنګ اوبل ډول پايله مومي. څه چې انتظارلرې بل څه اورې،څه چې کوې بله پايله ترې له لاسته کوې اونور...
بوذرجمهروايي:په نړۍ کې هغه څوک ډېرغريب اوبېچاره دى،چې هېڅ دوست ونه لري. خوددوستي اوپېژندګلوي ډولونه هم فرق کوي،خوکرسيتوفرمارلووايي:له ماسره لږه امادواماداره مينه وکړه.داپه ډېروډولونو تعبيرکېداى شي،دمخکې په شان به داهم بېلابېل دپېژندګلوي لارې ولري، چې په دغه ځاي کې موضوع ته ننوځو،چې ولې په دې ټولوبرسېره بياهم زموږهېوادناخوالوسره مخ دى،آياداخوپه دې مانانه ده چې موږځاني غوښتنوله دې ټولوډېرلرې ساتلي يو،ددې اجازه يې نه ده راکړي چې اظهاردعمل وکړو. ولې دپرمختګ نوې تکنالوژي خبره نه کوو،چې دبيارغاونې په هڅه کې يو،داسې چې نن سبازمونږ دهېواد هردولتي چارواکى چې کله بهرنيوهېوادونوته سفرکوي مقصديې دنړيوالوهېوادونوڅخه دمرستوراجلبول دي. داچې ولې دې مرستوته اړتياپيدا کېږي،ددې پوښتنې په لټه ډېرڅه بايدوويل شي چې راځي يوه برخه يې راوسپړو.
افغانستان له تاريخي پلوه ډېربډاى هېواددى،دتاريخ په اوږدوکې زمونږهېوادډېرښه تاريخ اوډېرې ښې وياړنې لرلي دي،اوددې وياړنوسره نښتى زمونږدهېوادبډاى کلتورلرى چې په هره برخه کې زمونږدشملې دهسکېدوسبب ګرځېدلى دى.
ولتروايي: اصلي مينه هغه ده چې حتي مرګ نه شي کولی څوک سره جلاکړي،څه ماناچې واټن (فاصله) په منځ کې پيداشي. ددې خبرې په تائيدسره ويلى شوچې دوخت تېرېدنه نبايدزموږپه وړاندې منفي اغېزې راپيداکړي ددې پرځاي چې دصميميت اوورورۍ دلمنې دپراخېدولپاره سپروګرځي. هغه دشاعرويناده چې (حيرانېږم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه) سړي په سوچ کې لاړشي چې دانوڅه کېږي.
شکسپيروايي: مينه کول خپله يوعذاب دى خوله مينې څخه محروم والى يې بيامرګ بللی دى، خوافلاطون بياوايي چې مينه يوازې ملهم نه ده چې په پټۍ يې ولږو اوخوندترې واخلوبلکې نوروڅيزونوته بايدارزښت ورکړل شي.
امرسن هم دمينې دارزښت په هکله وايي: يوعاقل کېدى شي زرکاله سوچ وکړي ترڅويوکاروکړي يايوه مسله حل کړي خوداچې مينه يې ورسره وي په يوه ورځ کې يې ترهغه په څوبرابره ښه اوغوړه برابراوتمامولى شي.
ددې په لټه يم چې ولې زمونږمينه له هېوادسره نشته،له پرمختګ سره نشته،له نړيوالې ټولنې سره دپه خواکې درېدوپه برخه کې نشته،نن سبادافغانستان هروګړى دکنډوالې له نامه،له ډول،له نورواونوروسره په بشپړه توکه آشنايي لري اماپه دې نه پوهېږي چې رغاونه يعني څه؟ پرمختګ يعني څه؟ اونور ... شهيدان افغانان شول،ټپيان افغانان شول،بهرنيوهېوادونوته مهاجرافغانان شول،يتيمان،کونډې،رنډې،ناخوالې... اونوروټولوزموږدهېوادهروګړى په لږه ياډېره کچه بې برخې نه دى پريښى.
که دهېوادپلازمېنې کابل ته لږڅه ځيرشو،څوشيان چې ترنوروبه يې ډېرووينو،يوهم دښارپه ګوټ ګوټ کې دځوانانواوتنکيوځوانانواوترڅنګ يې ديوډېرشمېرماشومانو خراّب وضيعت دی چې په ډېربدحالت کې ددې پرځای چې دزده کړې په لټه شي لومړيتوب يې ديوې مړۍ ډوډي پيداکولوته ځانګړى کړی دى.کله چې دکابل ښارکې ګرځو له ډول ډول خبروسره مخامخ کېږي اوددې لامل داده چې تېروناخلوداحق ترې اخيستی چې دپلار،مور،مشرورور اوبل يوسرپرست په شتون کې دى خپلې زده کړې وکړي اودکورنۍ له نورمسوليت څخه خوندي واوسي. دکابل ښاردنوروډېروناخوالو شاهدده،دښارپه ګوټ ګوټ کې دسرتورې ښځې کم عمره ماشومان نجونې اوهلکان دخيرات په راټولولوواړه بوخت دي. ټول هېوادشهيد،شهيددى هرې برخې زيان موندلى دى.
دخپلو کړيو خبرو په دوام هيله او مينه ده چې دافغانستان ديوې ښې راتلونکي لپاره دخوار او ناورين ځپلي ولس انتظار پای ته ورسېږي،او دخير او سولې لمن دهربېچاره ولس تر وره وغزېږي.
په دې هيله چې همداسې وشي.
همت الله امين زى

