آرمان څومره ښـايســته دى
داستان څومره ښايسته دى
ټـــول مــيــنـه مـينــه مـيــنه
دوران څـومـره ښايســته دى
× × ×
چــې يـوځـل ورتــه لاړشـې
به ښـه درتـه ښـکـاره شـي
اوس څــه فـکـرکـوى شـــې
ميدان څومره ښايـسـته دى
× × ×
شـــــاعـــــر دزمـــانـــې نــه
چـې واورې بـيــا بــه وايـــې
يـقـيــن بــه دې بــاور شــي
کاروان څومره ښايـستـه دى
× × ×
يــې يــوبــريـــو قــانــون دى
دهــرشـي کـې سمـون دى
چـــې وايـــې نــوبــه وايـــي
قــرآن څــومـره ښايسته دى
× × ×
ښـــه ژونــدلــــره ضـــرور دى
دعاکـړه چـــې کـــوړبــه شى
بيــاښـــه بـــاور کــوى شــې
ايمـان څــومــره ښايسته دى
× × ×
دمــينــې پـــوهـنـتــــون کـې
دزړه رنــځ درمــلــتــون کـــې
چې خداى کې محـصل کړى
انـسـان څومره ښايسته دى
--------------------------------
همت الله امين زى
ليكونكى : هــمــت ا لــله امـــيـــن زی
پښتو ادب په خپله غېږه کې بېلابېل تاند ځوانان رانغښتې دي، چې د پښتو ادب په زرغونتيا کې يې خپله خپله ونډه اخيستې ده او پښتو ادب يې په اوسمهال کې تر پخوا ډېر زرغون کړي دي او انشاالله نور به يې هم زرغون کړي.
زه چې کله د پښتو ادب بڼ اوسمهالې دورې ته يو ځغلند نظر واچوم، نو هلته راته ډېر ډېر ځوانان سر راښکاره کوي، چې د پښتو ادب بڼ د پرمخ بولو ، ځلانده او زرغون کولو ژمنه يې له خپل ځان سره کړې ده.
پښتو ادب به انشاالله د دغو ځوانانو په شتون کې هېڅکله هم د وروسته پاتې خوب ونه ويني او همداسې به مخ پر وړاندې په ځغاسته ځغلي او انشاالله يوه ورځ به د پرمختللو ژبو په کتار کې راشي.
هو که د وخت نا دودې او د سياسي لومو ښکار نه شي نو دا ورځ لرې نه ده او ډېر ژر راتلونکې ده.
تاسو به هم وايي چې دا مو په څه نصيحتونو باندې لمانځي او سپينه خبره نه کوي، خير دي نور مو سر نه در پړسوم راځم اصلي ټکي ته.
زه ښاغلي همت الله امين زي يادوم، چې د عمر په ډېر کم پسرلي کې يې د پښتو ادب او ژورناليزم په ډګر کې خپل ځآن ته ښه نوم پيدا کړي دي او په هرځاي کې چې وي، ژورناليزم وي که ادب، ليکلي وي که شفاهي، ادبي بنډارونه وي او که سياسي مجلسونه خو لنډه دا چې په هر هر ځاي کې يې خپل اند ځلولي دي.
امين زى په يوه روڼ اندې کورنۍ کې سترګې پرانيستلي دي او څرنګه چې کورنۍ يې هم د ادبي چينې څخه اوبه څښلي دي، نو دي د هماغه پيدايښت نه د ادب د خوږو څخه خوند اخيستي دي او په فطرت کې يې د ادب پلوشې خپله رڼايي جوړه کړې ده، نو ځکه ښاغلي امين زي د عمر له ډېر کم پسرلي څخه د شعر ويلو قريحه پيدا کړې ده او ورو ورو يې پر مخ بيايي.
امين زي يوازې د شعر په ډګر کې خپل يون ته دوام نه ورکوي، بلکې په ليکوالۍ او ادبي ټوټو، لنډو کيسو او نورو ژانرونو کې هم خپل استعداد په کار اچوي او ښه پايله يې ځينې موندلې ده. زه نه غواړم د امين زي په شعر او نثر باندې خبرې وکړم، ځکه زما د وس خبره نه ده ، چې په شعر او نثر خبرې وکړم، ځکه زه د ادب په ډګر کې ډېر ماشوم يم خو دومره وايم، چې تاند دي، هڅاند دي، زيارکښ دي او نوښتګر دي. دا چې ما په ډېر لږ وخت کې د امين زي په ليکنو کې ډېر څه وليدل او خوند مې ترې واخيست، نو په نورو دوستانو هم د ده ليکنې لوروم، چې خپل ادبي ذوق پرې خړوبه کړي.
اوس راځم د امين زي نظم او نثر ته :زه به خبره د خپله ځانه پيل کړم، که زه د امين زي پر ځاي ومه، نو مابه د شعر تر څنګ نثر ته ډېره مخه کړې وه، يو خو دا چې په پښتو ادب کې د نثر برخه ډېره خواره ده، بل دا چې د امين زي له نظم څخه د هغه نثر ماته خوند راکوي او په بار بار لوستلو ارزي.
د امين زي په نثر کې چې زه يوه بېله ځانګړنه وينم هغه د نثر لپاره د هغه سرليک ټاکل دي، د امين زي د هر نثر سر ليک ډېر خوږ او خوندور دي، سړي نه پرېږدي، چې نثر يې بې له لوستلو پرېږدې، زه به يو څو بېلګې درته وړاندې کړم:
لکه د ((کاش چې ته ښوونکې واى)) مضون يې ډېر ښکلى ليکلى، او هغه يې په داسې ژورناليستې ليکلى د، چې په رښتيا سره د اوسمهالې افغاني ژورناليزم ملاله ده، هغه يې څومره ښه ليکلي دي او څومره ښايسته سرليک يې ورته ټاکلى دى، چې ترپايه لوستلو ته سړى اړ باسي.
د يوې بلې ليکنې سرليک يې هم ښکلي دي ((اوس دې يادونه افسانې ښکاري)) ګورﺉ، چې څومره خوندور او شاعرانه سرليک دي، په دې سرليک زه څه نه وايم، تاسو لوستونکوخپله قضاوت وکړﺉ څومره خوندور او زړه راښکونکى سرليک دى. همدغه راز د نثر هر سرليک يې راته ښکلى ښکاري؛ لکه : ښه دې ښه يادوو، غميز ماښام دامې دبابا وطن،مرګيه تاهم ناځواني كړې ده او داسې نور.
ښاغلى امين زى نه دا چې د پښتو ادب په ډګر کې ښاغلى دى بلکې د پښتو ژورناليزم په ډګر کې يې هم دونډې درلودلو سره خپل نوم په ښه ځاى کې ځاى کړى دى او د ژورناليزم په ښايسته منزل کې يې لوړو پوړونو ته ځان رسولى دى، ډېر ښه رسا او ښايسته او فصيح بيان غږ لري، آواز يې سړي ته د بيا بيا اورېدو هوډ ورکوي او په بنډار کې يې کيناستو ته اړ کوي.
کله چې د يوې غونډې نطاقي يا دوياندويۍ چارې پر مخ وړي نو بيا خو يې غږ د سړي په زړه منګولې خښوي او انسان ته د پښتنو د خوږوالي نور احساس هم وربښي.
نور مو زه په خپلو ګډو وډو خبرو سر نه درخوږوم تاسو د امين زي د ليکنواو شعرونو لوستلو ته هڅوم او هغه ته د پاک څښتن په لوي او سپيڅلي دربار ته لاسونه لپه کوم، چې په خپلو ټولو کرمونو او نورو ښو خصايصو يې ولمانځي.
په آخر کې زه د بېټ نېکه په دې دعا باندې آمين وايم، چې وايي:
لويه خدايه لويه خدايه
دا وګړي ډېر کړې خدايه
لويه خدايه لويه خدايه
په پښتنه او کليواله مينه
رفيع الله ستانکزى

