تبليغاتX
مــــــیـــــــــنـــه
داخو نو بیا ستا د خو لې خبر ې دي

اختردمسلمانانومذهبي جشن اوداسلام ددين پراساس ځانته ځانګړي اساسات اوبنسټونه لري. چې په لويه کې مسلمانان دوه اخترونه چې يويې کوچنى اخترچې دروژې دمبارکې مياشتې په پاى اوبل يې لوى اختر چې هغه له کوچني اخترڅخه دوه مياشتې او لس ورځې وروسته راځي چې دقربانې يالوى اختريې بولي. کله چې داسلام سپېڅلى دين دنړۍ هرګوټ ته ورسېد،داسلام سترناجي حضرت محمد(ص) په رسالت ټول انسانان تريوه بيرغ لاندې ټول شول دنوروباطلوکارونو دمخنيوي په څنګ کې دمجوسيانوجشنونه اواخترونه هم باطل وګڼل شول اودهغوټولو ورځولمانځنه منع اعلان شوه چې داسلام له دين سره يې سمون نه درلود، ددغوجشنونوپه بدل کې پاک رب موږته دوياړډک دوه اخترونه راپه برخه کړل. چې له اسلام څخه مخکې قومونواودنړۍ دګوټ ګوټ وګړو دوديزو جشنونه درلودل،چې په دغوورځوکې به يې خوشحالي کولې،ميله ځايونوته به تلل، په زيارتونوکې به يې شمعې لګولې اوداسې نور ... چې له دغو جشنونونو څخه کولى شو دسدې دجشن، دنوروز جشن،دمهرګان جشن اوداسې نورو جشنونوڅخه يادونه وکړو.

دولس اندونه،دټولنې انځورونه،دمينې رازونه اودژوندرمزونه ټول داخترله خوښيوڅخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي،اخترونوته ځانګړي متلونه اولنډۍ اونورفلکلور روايات شته چې داسې يې يادونه کولى شو.

متل دى چې وايي: اخترچې تيرشو نکريزي په ديوال وتپه.

اوياهم لنډۍ دي:

پــيـــــزوانـــه خـــانـــده هـــوســـېــږه

سبااختردى پاس په شونډوبه دې وړينه

اخــــتــرپـــه ټــوکــوټـــوکـــوراغــى

نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاوېزونه

سيميزدودونه داسې دي چې داخترونواودخوښيوپه نوروورځوکې خلک ځينې رواجونه لري،چې په پښتنوسيموکې دکوژدنوکورنيوداسې دود دى چې دزوم کورنۍ دناوې کورنۍ ته داختردجوړې په نامه جامې اونورې ميوې ور وړي چې (جوړه) يې بولي او خپل پخوانى اوپلرنى ميراث يې بولي:

يالنډۍ دي چې وايي:

اختــرپــــــه منـــډومنـــډوراغـــى

ورکړې نجونې دجوړې په تمه وينه

اخــترپه ورځ دې ځـــان سينـــګارکـــړ

څه دې په زړه دي چې ډاډه وهې ټالونه

خوشته ناخوالي ناامنۍ،کورنۍ اوسيميزتاوتريخوالى اونورهغه څيزونه دي چې په اخترکې يې هم له ياده وېستل اسانه کارنه دى.

وايي:

خلک اخترته ځان سينګارکړي

زه په بڼوويشتلى زړه ټکورومه

پــــــه بــډايــانــوبــه اخــتــروي

موږغريبانوکچالان پاخه کړي دينه

لکه څرنګه چې جنګ جګړو اوتېرودريولسيزوناخوالوهېوادته په بېلابېلوبرخوکې زيان اړولى اوله خلکوته يې درد ورکړي،پرميلو اولمانځغونډو يې هم ناوړه اغېزه ښندلې اوپه ډېرو سيموکې يې له خپل پخواني داختريزولمانځنوغونډې له خپل پخواني شته جم اوجوش څخه غورځولي دي. اوله بلې خوا دکورنيو کمزورى اقتصادهم دا اجازه نه ورکوي چې لکه دپخواپه څېر له اخترونو څخه نمانځنه وشي،نووايم چې اې اختره:

دتاځواني ځماځواني وه هغه وختونه مي يادېږي!

همت الله امين زى

 


ليكونكى :  هــمــت ا لــله امـــيـــن زی
دوېبلاك دليكوال په اړه
ژوندليک:
هــمـت الـلــه امين زى په ١٣٦٥ لمريزکال کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ دتوکرک نومې درې دحاجي امين الــلـه باباپه کلي کې په يوه دينداره درنه او روڼ انده کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په نوموړې سيمه کې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښونځي اودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي او دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلي درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالى اودیادپوهنتون ودانولوپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې څخه فارغ شوی دی.
ښاغلى امين زى دافغانستان ژورنالېستانواو خبريالانودملي ټولنې دبهرنيواړيکومرستيال او دټولنې وياند،همداشان دژورناليست اونېزې،ميدان ځوانان مجلې، دکتنې هيئت غـــړى،دافغانستان دملي راديوتلويزيون وياند،دخپرونودکميسون غړي پاتې شوى دى.
هــمـت الـلـه امين زى همداوس په ميدان وردګوولايت کې دافغانستان دآزادو ژورناليستانو دټولنې ولايتي مسؤل،دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر، دمڼې مجلې مسؤول چلوونکى ،ښوونيزاو ورزنيز راديوتلويزيون ډيرښه همکار،دسپوږمۍ مطبوعاتي او کلتوري مرکز همکاراو همداشان دغزنه غږ او نيزې مرستيال چلوونکى دى.
که څه هم چې دهـمـت الــلـه امين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو، ورځپاڼو،راديواوتلوېزيون اوځينووېبپاڼو له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوي اود(مـيـنـه) ترسرليک لاندې ټولنيز ادبي (داخونوبياستادخولې خبرې دي) وېبلاک لري،چې اکثراً خپلې ادبي ليکنې پکې خپروي چې ځانګړي لوستونکي اومينه وال لري . او دامين زى ټکى کام وېبپاڼې چلوونکى هم دى
ښاغلى امين زى له ځوانوشاعرانوڅخه دي چې يوسلوشلو ډېر غزلونه څوټوټې آزادنظمونه،اوله پنځوسوډېرې ځلوريځې ليکلې دي.
ورپاس دسرپه سرشمله اوچته ښه ښکاري
دمشردبابامې لونګۍ غټه ښه ښکاري
دمينې په کتارکې مادمينې مډال وړى
ځلمى خوګلالى وي ځواني چټه ښه ښکاري
په ميـنـه
ميـنـه
ليكوالان
دمطلبونوزېرمتون
نورې پاڼې
پښتو ادب په خپله غېږه کې بېلابېل تاند ځوانان رانغښتې دي، چې د پښتو ادب په زرغونتيا کې يې خپله خپله ونډه اخيستې ده او پښتو ادب يې په اوسمهال کې تر پخوا ډېر زرغون کړي دي او انشاالله نور به يې هم زرغون کړي. زه چې کله د پښتو ادب بڼ اوسمهالې دورې ته يو ځغلند نظر واچوم، نو هلته راته ډېر ډېر ځوانان سر راښکاره کوي، چې د پښتو ادب بڼ د پرمخ بولو ، ځلانده او زرغون کولو ژمنه يې له خپل ځان سره کړې ده. پښتو ادب به انشاالله د دغو ځوانانو په شتون کې هېڅکله هم د وروسته پاتې خوب ونه ويني او همداسې به مخ پر وړاندې په ځغاسته ځغلي او انشاالله يوه ورځ به د پرمختللو ژبو په کتار کې راشي. هو که د وخت نا دودې او د سياسي لومو ښکار نه شي نو دا ورځ لرې نه ده او ډېر ژر راتلونکې ده. تاسو به هم وايي چې دا مو په څه نصيحتونو باندې لمانځي او سپينه خبره نه کوي، خير دي نور مو سر نه در پړسوم راځم اصلي ټکي ته. زه ښاغلي همت الله امين زي يادوم، چې د عمر په ډېر کم پسرلي کې يې د پښتو ادب او ژورناليزم په ډګر کې خپل ځآن ته ښه نوم پيدا کړي دي او په هرځاي کې چې وي، ژورناليزم وي که ادب، ليکلي وي که شفاهي، ادبي بنډارونه وي او که سياسي مجلسونه خو لنډه دا چې په هر هر ځاي کې يې خپل اند ځلولي دي. امين زى په يوه روڼ اندې کورنۍ کې سترګې پرانيستلي دي او څرنګه چې کورنۍ يې هم د ادبي چينې څخه اوبه څښلي دي، نو دي د هماغه پيدايښت نه د ادب د خوږو څخه خوند اخيستي دي او په فطرت کې يې د ادب پلوشې خپله رڼايي جوړه کړې ده، نو ځکه ښاغلي امين زي د عمر له ډېر کم پسرلي څخه د شعر ويلو قريحه پيدا کړې ده او ورو ورو يې پر مخ بيايي. امين زي يوازې د شعر په ډګر کې خپل يون ته دوام نه ورکوي، بلکې په ليکوالۍ او ادبي ټوټو، لنډو کيسو او نورو ژانرونو کې هم خپل استعداد په کار اچوي او ښه پايله يې ځينې موندلې ده. زه نه غواړم د امين زي په شعر او نثر باندې خبرې وکړم، ځکه زما د وس خبره نه ده ، چې په شعر او نثر خبرې وکړم، ځکه زه د ادب په ډګر کې ډېر ماشوم يم خو دومره وايم، چې تاند دي، هڅاند دي، زيارکښ دي او نوښتګر دي. دا چې ما په ډېر لږ وخت کې د امين زي په ليکنو کې ډېر څه وليدل او خوند مې ترې واخيست، نو په نورو دوستانو هم د ده ليکنې لوروم، چې خپل ادبي ذوق پرې خړوبه کړي. اوس راځم د امين زي نظم او نثر ته :زه به خبره د خپله ځانه پيل کړم، که زه د امين زي پر ځاي ومه، نو مابه د شعر تر څنګ نثر ته ډېره مخه کړې وه، يو خو دا چې په پښتو ادب کې د نثر برخه ډېره خواره ده، بل دا چې د امين زي له نظم څخه د هغه نثر ماته خوند راکوي او په بار بار لوستلو ارزي. د امين زي په نثر کې چې زه يوه بېله ځانګړنه وينم هغه د نثر لپاره د هغه سرليک ټاکل دي، د امين زي د هر نثر سر ليک ډېر خوږ او خوندور دي، سړي نه پرېږدي، چې نثر يې بې له لوستلو پرېږدې، زه به يو څو بېلګې درته وړاندې کړم: لکه د ((کاش چې ته ښوونکې واى)) مضون يې ډېر ښکلى ليکلى، او هغه يې په داسې ژورناليستې ليکلى د، چې په رښتيا سره د اوسمهالې افغاني ژورناليزم ملاله ده، هغه يې څومره ښه ليکلي دي او څومره ښايسته سرليک يې ورته ټاکلى دى، چې ترپايه لوستلو ته سړى اړ باسي. د يوې بلې ليکنې سرليک يې هم ښکلي دي ((اوس دې يادونه افسانې ښکاري)) ګورﺉ، چې څومره خوندور او شاعرانه سرليک دي، په دې سرليک زه څه نه وايم، تاسو لوستونکوخپله قضاوت وکړﺉ څومره خوندور او زړه راښکونکى سرليک دى. همدغه راز د نثر هر سرليک يې راته ښکلى ښکاري؛ لکه : ښه دې ښه يادوو، غميز ماښام دامې دبابا وطن،مرګيه تاهم ناځواني كړې ده او داسې نور. ښاغلى امين زى نه دا چې د پښتو ادب په ډګر کې ښاغلى دى بلکې د پښتو ژورناليزم په ډګر کې يې هم دونډې درلودلو سره خپل نوم په ښه ځاى کې ځاى کړى دى او د ژورناليزم په ښايسته منزل کې يې لوړو پوړونو ته ځان رسولى دى، ډېر ښه رسا او ښايسته او فصيح بيان غږ لري، آواز يې سړي ته د بيا بيا اورېدو هوډ ورکوي او په بنډار کې يې کيناستو ته اړ کوي. کله چې د يوې غونډې نطاقي يا دوياندويۍ چارې پر مخ وړي نو بيا خو يې غږ د سړي په زړه منګولې خښوي او انسان ته د پښتنو د خوږوالي نور احساس هم وربښي. نور مو زه په خپلو ګډو وډو خبرو سر نه درخوږوم تاسو د امين زي د ليکنواو شعرونو لوستلو ته هڅوم او هغه ته د پاک څښتن په لوي او سپيڅلي دربار ته لاسونه لپه کوم، چې په خپلو ټولو کرمونو او نورو ښو خصايصو يې ولمانځي. په آخر کې زه د بېټ نېکه په دې دعا باندې آمين وايم، چې وايي: لويه خدايه لويه خدايه دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه په پښتنه او کليواله مينه رفيع الله ستانکزى

www.aminzay.com