محصلين په هر هېواد کې هغه ډله خلک دي چې په هر هېواد کې ورته ډېر ارزښت ورکول کېږي ځکه چې دهر هېواد پرمختګ اوياهم په بل ډول ووايو چې هر پرمختګ اودهر هيواد راتلونکې چې کېدى شي مونږ ورته ښه راتلونکې ووايو دهمدغو محصلينو په غاړه وي چې نن ځوانان دي او هغه مرحله ده چې ډېر څه زده کړي ترڅو کله چې ټولنې ته وړاندې کېږي دخدمت او چوپړ توان ولري.
دافغانستان دپلازمينې کابل له څلور ګونو پوهنتونونو څخه يو هم دکابل پوليتخنيک پوهنتون دي . دغه پوهنتون چې دانجينري علمي کادرونو په روزنه کې دهېواد له سترو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. دځوانانو اوتنکېو ځوانانو لپاره چې مينه لري لوړې زده کړې ولري يو ډېر ښه اکاډميک پوهنځاي دي. په دې پوهنتون کې محصلين په درې ګونو پوهنڅيو کې په زده کړو بوخت دي.
که څه هم چې ددې پوهنتون محصلين په دې وروستيوکې په خپلو بيلابيلو څانګو کې ديو سلسله لاسته راوړنو شاهددي. نن سبا له پوهنتون څخه دفراغت په ددغې برخې له نورو فارغانو څخه دپولينخنيک پوهنتون فارغين زر په دندو کې منل کېږي او ديادولو وړ بولم چې دکار په ساحه کې هم ډير ښه ځليدلي دي.
که څه هم چې استادان او زمونږ دپوهنتون اداره ددې هيواد داولاد د ښې روزنه په لاره کې تل ژمنه کړې اوژمن پاتې شوي دي،خو زمونږ محصلين ورونه اوخويندې تل ديو سلسله ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي.
دنويو علمي معلوماتو ستونزې ديادولو څخه ځان تيروم ځکه چې داهغه ستونزه نه ده چې يوازې زمونږ دپوهنتون محصلين ورسره مخامخ وي داکېدي شي په لويه کې يوه عمومي ستونزه وشميرو خو هغيې برخې ته څان رسوم چې نن ورځ زمونږ ګڼ شمېر محصلين ورونه اوخويندې ورسره په خپلو ورځنيو چارو او درسو نو کې لاس اوګريوان دي.
1- کله چې دکال دلومړۍ ورحې وې په لومړيو کې دلوړو زده کړو چې نيت پوهنتون ته لاره بيدا کول وي له ګڼ شمير ستونزو چې له هغې ډلې څخه کېدي شي داوسېدلو لپاره دليليې يادونه وکړم.
2- دا چې داستونزه چې ليليه نه لري په خپله اوياهم په يوه بل ډول حل کړي په دوهم قدم کې دخپلې علمي رشتې دټاکنې په مهال ورسره مخامخ کېږي داسې چې دنورو پوهنتونو په څير پوليتخنيک پوهنتون هم دخپلو پوهنځيو په چوکاټ کې نورې خانګې لري چې محصل وروسته له دې چې پوهنتون ته لاره پيداکړي بايد درشتې ټاکنه يې وشي چې په دغه وخت کې هم ځينې ستونزې ګڼو محصلينو ته ولارېږي داسې چې غواړي هغې خانګې ته نه شي تلاي نو فيصله په دې کوي چې نور زده کرو ته دوام نه ورکوي.
3- لکه چې ښکاره ده دکرېډيټ سېستم نوي اوپرمختللي سېستم دي خو په داسې پوهنځيو لکه پوليتخنيک پوهنتون چې درسونه يې ډيرې له ميخانيک او څېړنې او دداسې مثالونو دحلولو سره تړلي دي چې دهر سوال حل تر 90 دقيقو زيات وخت ته ارتيا لري چې په خواشينۍ سره بايد ووايم چې په دې سېستم کې يوه درسي ساعت ته يوازي 50 دقيقې وخت ځانګړي شوى دي.
4- دتيرو کلونو پر خلاف دکريډيټ سېستم سره دهمغږۍ کېدو په خاطر په درسونو کې هم ډير ځله له داسې ستونزو سره مخامخ کېږو چې کوم مضامين چې تر نورو بايد مخکې يا لومړي ولوستل شي ترهغه مخکې هغه مضامين لولو چې ډير چمتوالي ورته په دې سبب نه لرو چې ترهغه وراندې مضمون مونه وي لوستي.
5- زمونر دزده کړو روان داسې دي چې بايد که ډير نه وي ځيني کارونه په عملي بڼه ووينو چې په دې برخه کې هميشنۍ ستونزه ترننه هم ترسترګوکېږي. او په دې برخه کې چې مونږ بايد پرکتيکونه اوپه ساحه کې کار وکړو اودعلمي کچې دلوريدو په موخه يو نيم ځاي له پوهنتونه بهر دخپلو استادانو په لارښونه ځينې داسې ځايونوته هم لاړشوچې ووينو چې ريښتياهم چې مونږ څه چې په درسونو کې وايو داپه ساحه او عمل کې شوني دي اوکه څرنګه.
6- دکتابتون په برخه کې هم ستونزې ترډيره پورې نه دي حل شوې چې زمونږ محصلين ورونه نه شي کولي کومې ستونزې چې لري او ياهم کومه پــروژه ياکورنۍ دنــده چې دمضــمون اړونـداستــاد له لــوري ورتــه ورکــول کېـــږي.دبشپړ حاکــميــت اويــاهـــم دلږڅــه ډيــر پوهېدو په مــنظـور ورته مراجعــه وکړي.
7- په پوليتخنيک پوهنتون کې ځينې څانګې دمسلکي استادانو دکمبود سره مخامخ دي داسې چې داړوند مضمون لپاره استاد نه لري او نوي منل شوي استادان هغه تجربه نه لري چې وکولي شي هغه مضامين تدريس کړي چې يو ډېر سابقه لرو نکى استاد يې تدريس کوي اوپکار دي چې هغه استادان هم دعملي کچې دلوړيدو لپاره ځينې علمي سفرونه پرمختلليو هيوادونو ته ولري ترڅو له راستنيدو وروسته وکولي شي خپلې تجربې له محصلينو سره شريکې کړي چې له يوې خوابه يو څه نوي څيزونه دمحصلينو لپاره دتدريس لپاره ولري اوبل هغه حاکميت به يې ډېر شوي وي چې دمحصلينو په وړاندې ودريږي او دتدريس چارې پرمخ بوځي.
همت الله امين زي

