تبليغاتX
مــــــیـــــــــنـــه
داخو نو بیا ستا د خو لې خبر ې دي

افغانستان يوازينى هېواد نه دى چې په تېرو وختونوکې يې ناخوالې ليدلې دي، ډېرداسې هېوادونه شته چې دافغانستان په څېرله ډېروسختيوسره يې مبارزه کړې چې نن ډېرښه اقتصاد او نورې چارې لري. دې اصل ته په پام کې نيولوسره چې ددې هېوادراتلونکې به دځوانانوپه غاړه وي ياپه دې ماناچې دننيوچارودپرمخ بيولولپاره ځوانان آماده ګي نيسي چې نن بايدهغه ښه وروزل شي چې سباورځ چې مسووليت ورپه غاړه کېږي ښه يې اداکړي، چې داکېدى شي دمشرانودنده وي خوترډېره ځايه په خپله داپه هغه چاپورې اړه پيداکوي چې هغه ته ځوان ويلى شو.

ځواني داسې مرحله ده چې داحساساتوپيمانه پکې ډېره ليدله کېږي داسې چې ډېرڅه غواړي،هرهرڅه يې په فکرکې تاوېږي چې ويې کړي. خوداسې وخت کې هرځوان ته ډېره اړينه ده چې دخپلې سباورځې په هکله ترهرڅه زيات سوچ وکړي. ځکه په دې دوره کې چې ځواني مو ورته وويله هرانسان خپله دسباورځې لاره ټاكي اوپه داسې يوه څولاره کې ځاى نيسي چې ښه تصميم نيولوته  ډېره اړتياپيداکوي. په هره ماناکه يوځوان نارينه ياښځينه که چېرې وپوهېږي چې زه دخپل کور،ټولنې اوبالاخره دخپل هېوادپه وړاندې څه مسووليتونه لرم،کورنۍ څه رانه غواړي،ټولنه کې څنګه بايددژوندچارې پرمخ بوځم اوترټولواړينه داچې په دې وپوهېږي چې زه بايدهغه څه وکړم چې دغه ټول يادشوي څېزونه پکې په پام کې نيول شوي وي چې داهغه وخت دى چې نورپه هغه لاره خوځي په کومه کې چې حداقل دکورنۍ اوټولنې مادي اومعنوي ګټې  پرتې دي .

له هره کاره به غوښتنه ولري چې ګويازه دغه کارکوم، اول بايددې پوښتنې ته ځواب ووايم چې څومره دازماپه ژوندانه مثبته اغېزه لرلى شي اوکه نه چې اجتناب ترې وکړم.

دهرځوان لپاره داډېره اړينه ده چې په خپل راتلونکي ترهرڅه ډېرفکروکړي اوترټولوزيات په دې اند واوسي چې سباکه په ژوندکې دټولنې اوکورنۍ چارې ورپه غاړه شي لکه نن چې په کورنۍ ديوبل مشرپه غاړه دي،څه ډول چال چلندبه ورسره کوي؟  دې مرحله کې بايدداحساساتوسره عمل ملګري کړي چې مقصودمنزل ته درسېدواصلي اوترنوروښه لاره بللى شو.

ځواني تېرېدونکى پسرلی دى چې که چېرې په پسرلي کې ښه کر وکړل شي نوپه همغه کچه به ښه حاصل ترې ترلاسه شي اوداوخت ښکاره ددې زېری را کوي چې پرمختللي هېواداوپکې ځلانده راتلونکې لپاره موهلې ځلې بې ځايه نه وې کړې.

دابايدومنوچې په اوسنۍ نړۍ کې کوم هېوادونه چې پرمختللي دي،ښه اقتصادلري، صنعتي اوتخنيکي فابريکې اونور رغنده کارونه پکې جريان لري يوځايي  دغې مرحلې ته ندي رسېدلي. اوداهم بايدپه یاد  ولروچې په هېوادکې تېرې ناخوالې اويوه ورور دبل ورور په وړاندې نابرابرۍ چې نننى له نړيوالې ټولنې څخه وروسته پاتې والى يې ثمره ده هغه څه دي چې خپله موپه خپل ځان کړي اوکه نور دوام پيداکوي داهم همدامانالري چې له ځان اودخپلې سباورځې سره مولاره بدله کړې اودسباورځې ښه اوهوساژوندخيال راسره نشته.

نـــو

اې ځلميه  سره له ننه  دې ذهن کې دسباپه هکله فکرکولوته ځاى ورکړه او خپل سبا په خپل کلک هوډ، همت او فکر سره ودان کړه!

 همت الله امین زی

 


ليكونكى :  هــمــت ا لــله امـــيـــن زی
دوېبلاك دليكوال په اړه
ژوندليک:
هــمـت الـلــه امين زى په ١٣٦٥ لمريزکال کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ دتوکرک نومې درې دحاجي امين الــلـه باباپه کلي کې په يوه دينداره درنه او روڼ انده کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په نوموړې سيمه کې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښونځي اودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي او دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلي درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالى اودیادپوهنتون ودانولوپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې څخه فارغ شوی دی.
ښاغلى امين زى دافغانستان ژورنالېستانواو خبريالانودملي ټولنې دبهرنيواړيکومرستيال او دټولنې وياند،همداشان دژورناليست اونېزې،ميدان ځوانان مجلې، دکتنې هيئت غـــړى،دافغانستان دملي راديوتلويزيون وياند،دخپرونودکميسون غړي پاتې شوى دى.
هــمـت الـلـه امين زى همداوس په ميدان وردګوولايت کې دافغانستان دآزادو ژورناليستانو دټولنې ولايتي مسؤل،دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر، دمڼې مجلې مسؤول چلوونکى ،ښوونيزاو ورزنيز راديوتلويزيون ډيرښه همکار،دسپوږمۍ مطبوعاتي او کلتوري مرکز همکاراو همداشان دغزنه غږ او نيزې مرستيال چلوونکى دى.
که څه هم چې دهـمـت الــلـه امين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو، ورځپاڼو،راديواوتلوېزيون اوځينووېبپاڼو له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوي اود(مـيـنـه) ترسرليک لاندې ټولنيز ادبي (داخونوبياستادخولې خبرې دي) وېبلاک لري،چې اکثراً خپلې ادبي ليکنې پکې خپروي چې ځانګړي لوستونکي اومينه وال لري . او دامين زى ټکى کام وېبپاڼې چلوونکى هم دى
ښاغلى امين زى له ځوانوشاعرانوڅخه دي چې يوسلوشلو ډېر غزلونه څوټوټې آزادنظمونه،اوله پنځوسوډېرې ځلوريځې ليکلې دي.
ورپاس دسرپه سرشمله اوچته ښه ښکاري
دمشردبابامې لونګۍ غټه ښه ښکاري
دمينې په کتارکې مادمينې مډال وړى
ځلمى خوګلالى وي ځواني چټه ښه ښکاري
په ميـنـه
ميـنـه
ليكوالان
دمطلبونوزېرمتون
نورې پاڼې
پښتو ادب په خپله غېږه کې بېلابېل تاند ځوانان رانغښتې دي، چې د پښتو ادب په زرغونتيا کې يې خپله خپله ونډه اخيستې ده او پښتو ادب يې په اوسمهال کې تر پخوا ډېر زرغون کړي دي او انشاالله نور به يې هم زرغون کړي. زه چې کله د پښتو ادب بڼ اوسمهالې دورې ته يو ځغلند نظر واچوم، نو هلته راته ډېر ډېر ځوانان سر راښکاره کوي، چې د پښتو ادب بڼ د پرمخ بولو ، ځلانده او زرغون کولو ژمنه يې له خپل ځان سره کړې ده. پښتو ادب به انشاالله د دغو ځوانانو په شتون کې هېڅکله هم د وروسته پاتې خوب ونه ويني او همداسې به مخ پر وړاندې په ځغاسته ځغلي او انشاالله يوه ورځ به د پرمختللو ژبو په کتار کې راشي. هو که د وخت نا دودې او د سياسي لومو ښکار نه شي نو دا ورځ لرې نه ده او ډېر ژر راتلونکې ده. تاسو به هم وايي چې دا مو په څه نصيحتونو باندې لمانځي او سپينه خبره نه کوي، خير دي نور مو سر نه در پړسوم راځم اصلي ټکي ته. زه ښاغلي همت الله امين زي يادوم، چې د عمر په ډېر کم پسرلي کې يې د پښتو ادب او ژورناليزم په ډګر کې خپل ځآن ته ښه نوم پيدا کړي دي او په هرځاي کې چې وي، ژورناليزم وي که ادب، ليکلي وي که شفاهي، ادبي بنډارونه وي او که سياسي مجلسونه خو لنډه دا چې په هر هر ځاي کې يې خپل اند ځلولي دي. امين زى په يوه روڼ اندې کورنۍ کې سترګې پرانيستلي دي او څرنګه چې کورنۍ يې هم د ادبي چينې څخه اوبه څښلي دي، نو دي د هماغه پيدايښت نه د ادب د خوږو څخه خوند اخيستي دي او په فطرت کې يې د ادب پلوشې خپله رڼايي جوړه کړې ده، نو ځکه ښاغلي امين زي د عمر له ډېر کم پسرلي څخه د شعر ويلو قريحه پيدا کړې ده او ورو ورو يې پر مخ بيايي. امين زي يوازې د شعر په ډګر کې خپل يون ته دوام نه ورکوي، بلکې په ليکوالۍ او ادبي ټوټو، لنډو کيسو او نورو ژانرونو کې هم خپل استعداد په کار اچوي او ښه پايله يې ځينې موندلې ده. زه نه غواړم د امين زي په شعر او نثر باندې خبرې وکړم، ځکه زما د وس خبره نه ده ، چې په شعر او نثر خبرې وکړم، ځکه زه د ادب په ډګر کې ډېر ماشوم يم خو دومره وايم، چې تاند دي، هڅاند دي، زيارکښ دي او نوښتګر دي. دا چې ما په ډېر لږ وخت کې د امين زي په ليکنو کې ډېر څه وليدل او خوند مې ترې واخيست، نو په نورو دوستانو هم د ده ليکنې لوروم، چې خپل ادبي ذوق پرې خړوبه کړي. اوس راځم د امين زي نظم او نثر ته :زه به خبره د خپله ځانه پيل کړم، که زه د امين زي پر ځاي ومه، نو مابه د شعر تر څنګ نثر ته ډېره مخه کړې وه، يو خو دا چې په پښتو ادب کې د نثر برخه ډېره خواره ده، بل دا چې د امين زي له نظم څخه د هغه نثر ماته خوند راکوي او په بار بار لوستلو ارزي. د امين زي په نثر کې چې زه يوه بېله ځانګړنه وينم هغه د نثر لپاره د هغه سرليک ټاکل دي، د امين زي د هر نثر سر ليک ډېر خوږ او خوندور دي، سړي نه پرېږدي، چې نثر يې بې له لوستلو پرېږدې، زه به يو څو بېلګې درته وړاندې کړم: لکه د ((کاش چې ته ښوونکې واى)) مضون يې ډېر ښکلى ليکلى، او هغه يې په داسې ژورناليستې ليکلى د، چې په رښتيا سره د اوسمهالې افغاني ژورناليزم ملاله ده، هغه يې څومره ښه ليکلي دي او څومره ښايسته سرليک يې ورته ټاکلى دى، چې ترپايه لوستلو ته سړى اړ باسي. د يوې بلې ليکنې سرليک يې هم ښکلي دي ((اوس دې يادونه افسانې ښکاري)) ګورﺉ، چې څومره خوندور او شاعرانه سرليک دي، په دې سرليک زه څه نه وايم، تاسو لوستونکوخپله قضاوت وکړﺉ څومره خوندور او زړه راښکونکى سرليک دى. همدغه راز د نثر هر سرليک يې راته ښکلى ښکاري؛ لکه : ښه دې ښه يادوو، غميز ماښام دامې دبابا وطن،مرګيه تاهم ناځواني كړې ده او داسې نور. ښاغلى امين زى نه دا چې د پښتو ادب په ډګر کې ښاغلى دى بلکې د پښتو ژورناليزم په ډګر کې يې هم دونډې درلودلو سره خپل نوم په ښه ځاى کې ځاى کړى دى او د ژورناليزم په ښايسته منزل کې يې لوړو پوړونو ته ځان رسولى دى، ډېر ښه رسا او ښايسته او فصيح بيان غږ لري، آواز يې سړي ته د بيا بيا اورېدو هوډ ورکوي او په بنډار کې يې کيناستو ته اړ کوي. کله چې د يوې غونډې نطاقي يا دوياندويۍ چارې پر مخ وړي نو بيا خو يې غږ د سړي په زړه منګولې خښوي او انسان ته د پښتنو د خوږوالي نور احساس هم وربښي. نور مو زه په خپلو ګډو وډو خبرو سر نه درخوږوم تاسو د امين زي د ليکنواو شعرونو لوستلو ته هڅوم او هغه ته د پاک څښتن په لوي او سپيڅلي دربار ته لاسونه لپه کوم، چې په خپلو ټولو کرمونو او نورو ښو خصايصو يې ولمانځي. په آخر کې زه د بېټ نېکه په دې دعا باندې آمين وايم، چې وايي: لويه خدايه لويه خدايه دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه په پښتنه او کليواله مينه رفيع الله ستانکزى

www.aminzay.com